Home » دصحت عامي مضمون استاد

دصحت عامي مضمون استاد

  • by

Activation Date: 25 Mar, 2021   Announced Date: 25 Mar, 2021   Expire Date: 20 Apr, 2021

Job Location: Nangarhar
Nationality: National
Category: Education
Employment Type: Full Time
Salary: روښان د لوړو زده کړو موسسې د بشري سرچینو پالیسی مط
Vacancy Number: RIHE HRD/15
No. Of Jobs: 2
City: Jalalabad
Organization: Rokhan institute of higher education
Years of Experience: لږ ترلږه درې کاله کاري تجربه لرل
Contract Duration: د درې میاشتنۍ ازمایښتي دورې د مثبتې ارزونې وروسته دایمي
Gender: Male/Female
Education: په معالجوي طب کې پوهنځی زده کړې او یا هم د تخصص اسناد لرل
Close date: 20 Apr, 2021

About Rokhan institute of higher education:

:روښان د لوړو زده کړو موسسې په اړه

روښان د لوړو زده کړو موسسه  لوړو زده کړو وزارت سره د ۱۳۹۰ کال د جدي میاشتې په ۲۸ نیټه په ۵۲ مسلسل او ۵۳۸ ثبت نمبر د لوړو زده کړو خصوصي موسسې په توګه ثبت او راجستر شوې ده.

روښان د لوړو زده کړو موسسه د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې فعالیت کوي، چې په پنځو معالجوي طب، ستوماتولوژي، حقوق او سیاسي علوم ، فارمسي او اقتصاد  پوهنځيو کې محصلینو ته د لسانس تر کچې روزنه ورکوي.

روښان د لوړو زده کړو مؤسسه د هیواد په ختيځ کې يو له معتبرو او با اعتماده لوړو زده کړو بنسټونو څخه ده، چې د خپلو مجربو استادانو او مسلکي اداري کارکوونکو پر مټ هېوادوالو ته په ملي او نړيوالو معیارونو برابر تحصیلي خدمات وړاندې کوي.

روښان د لوړو زده کړو موسسې په ۱۳۹۷ کال کې د اعتبار اخیستلو لومړۍ مرحلې ته د کاندیدو ویاړ ترلاسه کړ، چې په مسلسل کار او د لوړو زده کړو محترم وزارت د تضمین کیفیت معیارونو ته جدي پاملرنې سره د ۱۳۹۹ کال په حمل میاشت کې ارزونه ترسره او په پایله کې یې د ۷۴.۲ نمرو په ترلاسه کولو د اعتبار اخیستلو دوه مرحلې « لومړۍ او دویمه» بشپړې کړې.

روښان د لوړو زده کړو موسسې د ایجاد اساسي هدف دادی، چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د لوړو معیارونو په نظر کې نیولو سره داسې علمي کادرونه ټولنې ته خدمت لپاره وړاندې کړي، څو د څیړنې، تدریس، تشخیص او خدماتو له لارې د ټولنې خلکو ته خدمت وکړي.

(Vision)لرلید

روښان د لوړو زده کړو موسسه غواړي د څيړنې او معياري اکاډميکوخدمتونو وړاندې کولو سره د متخصصو او ژمنو کادرونو روزنې پرمټ، په ملي کچه د يوه معتبر تحصیلي بنسټ په توګه وپيژندل شي.

(Mission) ماموریت

روښان د لوړو زده کړو موسسه د مسلکي او علمي کادرونو پر مټ د روزنې، څيړنو او معياري خدمتونو په وړاندې کولو سره د هيواد وګړي بوخت کړي تر څو د هغوی د ځانګړو مهارتونو او تخصص پر بنسټ ټولنې پرمختګ ته کار وکړي.

 

Job Description:

  • د لوړو زده کړو د قانون او د لوړو زده کړو محترم  وزارت د نورو اړوندو لوايحو تطبیق ته کار کول او روښان د لوړو زده کړو مؤسسې داخلي پالیسیو رعایت او د دندې پر مهال یې تطبیق ته پاملرنه کول.
  • د درسي سمستر پیل څخه د مخه د خپل مضمون اړوند کورس پالیسي ترتیبول او اړونده ډیپارټمنټ او کریکولم کمیټې څخه یې تائیدول.
  • د هر درسي سمستر په بشپړیدو سره د مضمون د کورس پالیسۍ مطابق  راپور جوړول او اړونده ډیپارټمنټ ته یې سپارل.
  • د محصلینو وسطي او نهايي ارزونه  ترسره کول او په ازموینو کې د ممتحن او ممیز په توګه د پلان مطابق د خپلې دندې اجرا کول.
  • د هر مضمون او ټولګي اړوند د محصلینو د حاضرۍ ساتنه او د درسي ساعت په پای کې د حاضرۍ پواسطه  د محصلینو سوبتیا څخه ډاډ ترلاسه کول.
  • پخپل مسلک کې د محصلینو ظرفیت لوړولو په موخه د موسسې پالیسۍ په اساس له عصري او نویو میتودونو څخه په استفادې تدریس ترسره کول.
  • په اړونده ډیپارټمنټ کې محصلینو ته د لابراتواري تجریو ترسره کول او  د محصلینو د عملي زده کړو د بیلا بیلو پروګرامونو او پروژو ترسره کول.
  • د محصلینو د کورنیو دندو، څیړنو او  د مونوګرافونو لیکنیزه سمونه، اصلاح او د کار د کیفیت ښه والي لپاره ورته مشورې  او ځواب ورکول.
  • محصلیتو ته د صنفي سیمنارونو، مسلکي تجاربو،  کنفرانسونو او څیړنیزو فعالیتونو په برخه کې لارښوونې او مشورې ورکول.
  • په  هر درسي سمستر  او یا هم لږ ترلږه تحصیلي کال کې د خپل مسلک اړوند د یوې علمي مقالې او یا هم څیړنې ترسره کول.
  • د ډیپارټمنټ، پوهنځي او موسسې په کچه د تضمین کیفیت په کمیټو کې غړیتوب،  کار کول  او د کمیټو رهبري کول.
  • پخپل مسلک کې د ډیپارټمنټ اړوند درسي چپټرونو ترتیب، نوي کول او د اړونده برخې علمي اثارو لیکنه او تالیف کول.
  • د نورو هغو دندو ترسره کول، چې په راتلونکي کې روښان د لوړو زده کړو موسسې  له لورې استاد ته د پلان په اساس سپارل کیږي.

Job Requirements:

په معالجوي طب کې د ماسترۍ تر کچې زده کړې ولري  او یا یې هم تخصص بشپړ کړی وي.

پخپل مسلک کې لږ ترلږه د استاد په توګه د دندې درې کلنه تجربه ولري.

پروګرام سره بشپړه اشنايي ولري. MS Office د کمپیوټر

په پښتو او دري ژبو حاکمیت او انګلیسي ژبې سره اشنايي ولري.

خارج مرز فارغ اسناد باید تائید او د لوړو زده کړو محترم وزارت څخه رسمي د تائیدۍ مکتوب ولري.

اداري کارونو کې مهارت او د تضمین کیفیت اړوند معیارونو سره بلدتیا ولري.

Submission Guideline:

په شرایطو برابر کاندیدان کولای شي خپل غوښتنلیک او خلص سوانح د ۲۰۲۱ کال د اپریل تر ۲۰ نیټې پورې روښان د لوړو زده کړو موسسې د بشري سرچینو آمریت ته ولیږي.

[email protected]

همدارنګه په شرایطو برابر کاندیدان کولای شي، خپل غوښتنلیک او خلص سوانح روښان د لوړو زده کړو موسسې د بشري سرچینو آمریت ته وسپاري

Submission Email:

[email protected]

Leave a Reply