Home » د دولتي شرکتونو د څارنې د پلاوي اجرایي ریاست

د دولتي شرکتونو د څارنې د پلاوي اجرایي ریاست

  • by

Activation Date: 29 Mar, 2021   Announced Date: 29 Mar, 2021   Expire Date: 22 Apr, 2021

Job Location: Kabul
Nationality: National/International (any)
Category: Government
Employment Type: Full Time
Salary: As per company salary scale
Vacancy Number:
No. Of Jobs: 1
Organization: د مالیې وزارت
Years of Experience:
Contract Duration:
Gender: Male/Female
Education:
Close date: 22 Apr, 2021

About د مالیې وزارت:

د ملکي خدمتونو ټاکنو بورد د مالیې وزارت ( یو بست ) د وړ کارکوونکو ګمارنې په موخه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

په شرایطو برابر لیوال وګړي کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمیسون له ویبياڼې  څخه د (www.iarcsc.com ) لینک له لارې راولېږي.

د غوښتنې پر مهال  د یاد بست  د کوډ شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

د دولتي شرکتونو د څارنې د پلاوي اجرایي ریاست    MF001

پیژندنه:

د دولتي شرکتونو قانون د دولتي شرکتونو د څارنې دنده، د دولتي شرکتونو د څارنې پلاوي ته ورکړی دی. د دولتي شرکتونو د څارنې پلاوی پنځه (۵) تنه غړي لري چې د دې پلاوي ریاست دمالیې وزیر کوي. د مالیې وزیر برسیره، اجرایی رییس، د وزارتونو څخه یو تن معین او دوه نور غړي چې له دې مخکې د دولت مامور نه وي، د دې پلاوي، غړي تشکیلوي. د دولتي شرکتونو د څار پلاوي د اجرایی رییس دندې او واکونو د دولتي شرکتونو د قانون په لسمې او اولسمې مادو کې په واضح ډول بیان شوي دي.

د دولتي شرکتونو د څارنې پلاوی، په جمعي ډول فعالیت کوی او د دې پلاوي اجرایي برخې د اجرایي رییس له لوري ترسره کیږي او د دې پلاوي تصمیمونو د دولتي شرکتونو د څارنې پلاوی په جلساتو کې نیول کیږي.

Job Description:

د دندې موخه: د دولتي شرکتونو د احکامو مطابق، د ګټه ورې څارنې له لارې د دولتي شرکتونو د چارو بهبود او انسجام

پیژندنه:

د دولتي شرکتونو قانون د دولتي شرکتونو د څارنې دنده، د دولتي شرکتونو د څارنې پلاوي ته ورکړی دی. د دولتي شرکتونو د څارنې پلاوی پنځه (۵) تنه غړي لري چې د دې پلاوي ریاست دمالیې وزیر کوي. د مالیې وزیر برسیره، اجرایی رییس، د وزارتونو څخه یو تن معین او دوه نور غړي چې له دې مخکې د دولت مامور نه وي، د دې پلاوي، غړي تشکیلوي. د دولتي شرکتونو د څار پلاوي د اجرایی رییس دندې او واکونو د دولتي شرکتونو د قانون په لسمې او اولسمې مادو کې په واضح ډول بیان شوي دي.

د دولتي شرکتونو د څارنې پلاوی، په جمعي ډول فعالیت کوی او د دې پلاوي اجرایي برخې د اجرایي رییس له لوري ترسره کیږي او د دې پلاوي تصمیمونو د دولتي شرکتونو د څارنې پلاوی په جلساتو کې نیول کیږي.

 

 

 

د دندې مسولیتونه او واکونه:

(1) د دولتي شرکتونو د څارنې پلاوی د نظارت په برخه کې د لاندې دندو او واکونو لرونکی دی:

له پراختیايي قواعدو او ملی برنامو سره د هغه له همغږۍ څخه د ډاډ د ترلاسه کولو په غرض د دولتي شرکتونو پر فعالیت څارنه.
د دولتي شرکتونو د استراتیژۍ او د فعالیت د ډول بررسي.
د دولتي شرکتونو د فعالیت ارزونه او د دولتي شرکت موجودیت ته د اړتیا یا نه اړتیا په هکله د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې ته د وړاندیز وړاندې کول ترڅو کابینه وکولی شي له مالیې وزارت سره په مشوره کې، د دولتي شرکت د انحلال، خصوصی کولو، ادغام، بیا تنظیم او یا ساده کولو په هکله، تصمیم ونیسي.
د دولتي شرکتونو لپاره د مالکیت د چوکاټ د پالیسۍ وضع کول.
د دولتي شرکتونو د مدیریت او اخلاقي ضوابطو لپاره د معیارونو تجویز.
د دولتي شرکتونو د فعالیت لپاره د ارزونې د سیستم رامنځته کول.
د دولتي شرکتونو د استراتیژی، بودجې او کړنو (عملکرد) د ارزونې د سیستم رامنځته کول.
د دولتي شرکتونو د فعالیت ارزونه او د هغه د تنظیموونکی (Regulatory) له کړنو سره د دولتي شرکت د سوداګریزې کړنې ترمنځ د تناقض د موجودیت په صورت کې، د پالیسۍ جوړونې او تنظیموونکي فعالیتونو څخه د سوداګریزو فعالیتونو د جلا کولو یا اړوندې دولتي ادارې ته د شرکت د واکونو د لیږد او یا د هغه د تنظیموونکي له کړنې سره د دولتي شرکت د سوداګریزې کړنې ترمنڅ د تناقض له نه شتون څخه د ډاډ د ترلاسه کولو لپاره بلې حل لارې په هکله له مالیې وزارت سره په مشوره کې د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې ته د وړاندیز وړاندې کول.
د مکافاتو او مجازاتو د پالیسۍ وضع او د هغې له تطبیق څخه څارنه.
د مالي راپور ورکونې د پالیسۍ وضع او د هغې له تطبیق څخه څارنه.
د ونډه والو د غونډو د جوړولو د کړنلارې وضع او د هغې له تطبیق څخه څارنه.
دولتي ونډه وال ته مشورې وړاندې کول او د رایې له حق پرته د ونډه والو د عمومی مجمع په غونډو کې ګډون.
په دوره یې ډول د دولتي شرکتونو د کړنو مطالعه، بررسي او ارزونه او د اړتیا په صورت کې د فعالیت او د هغو د مدیریت په هکله د راپور غوښتل.
د دولتي شرکتونو د موخو د ټاکلو په هکله مالیې وزارت او د دولتي شرکت نورو ونډه والو ته د تخنیکی مشورې وړاندې کول او د هغو د موخو د تحقیق لپاره د دولتي شرکتونو پر کړنو د څارنې په هکله له هغوی سره همکاري.
د شفافیت د تامین او د هغه د قانونیت په غرض د دولتي شرکتونو پر فعالیت څارنه.
د دولتي شرکتونو د ونډه والو او مدیره پلاوي د عمومی مجمع د غونډو د جوړولو په منظور، د کړنلارو وضع کول.

(2) د دولتي شرکتونو د څارنې پلاوی د بشري سرچینو په برخه کې د لاندې دندو او واکونو لرونکی دی:

د مدیره پلاوي د غړیتوب د نوماندانو د هغه نوملړ (فهرست) له منځ څخه چې د ادارې اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د خپلواک کمیسیون په واسطه برابریږي د دولتي شرکت د مدیره پلاوي د غړو ټاکل.
د مدیره پلاوي د غړو د شمېر او اهلیت په هکله د درویشتمې مادې د (۲) فقري په حکم کې درج شوي شرایط او په اساسنامه کې د درج شوو شرایط رعایتول.
د دولتي شرکت د مدیره پلاوي د غړو او مسوولینو د کړنې ارزول.
د دولتي شرکتونو د مدیره پلاوي د غړو، مسوولینو او نور کارکونکو د کړنو په هکله د دولتي شرکتونو د مزد د اندازې، امتیازونو او پالیسئ ارزونه او د دولتي شرکتونو د کورنیو پالیسیو د د تعدیل لپاره د وړاندیز یا غوښتنلیک وړاندې کول.
د نقض او یا د هغو مدیریتي معیارونو د نه رعایتولو په صورت کې چې دولتي شرکت د مدیره پلاوي د غړي د عمل د اجرا یا له عمل څخه د مدیره پلاوی د غړي یا مسوولینو د دندې ځنډول (تعلیق) یا عزل.
د مزد او معاشاتو د اندازې په هکله د مطالعاتو تسره کول او د دولتي شرکت د کارکونکو د معاشونو د سیستم په هکله د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو له خپلواک کمیسیون سره په مشوره کې د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې ته د وړاندیز وړاندې کول. وړاندیز شوی سیستم دې د استعدادونو د جذب متضمن وي او له مالي لحاظ د دولتي شرکت لپاره مناسب او دوامداره (پایدار) دی.
د دولتي شرکتونو له بشري سرچینو او پانکې څخه د اغیزمنې ګټې اخیستنې د لارو تحلیل او بررسي.
د هغو برنامو برابرول او تطبیق چې پربنسټ یې د دولتي شرکتونو مسوولین او اداري کارکونکي په دوره یې ډول د بیلابیلو شرکتونو دنده ترسره کړي. د اداري کارکوونکو د برنامې برابرول او تطبیق د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو له خپلواک کمیسیون سره په مشوره کې صورت مومي.

(3) په مالي برخه کې د دولتي شرکتونو د څارنې پلاوی د لاندې دندو او واکونو لرونکی دی:

د کلني بیلانس او دولتي شرکتونو د فعالیت د ربعوارو راپورونو تحلیل او بررسي او د هغو په هکله مدیره پلاوي ته د نظریاتو وړاندې کول.
د څارنیزو (نظارتي) فعالیتونو ترسره کول او د کلني بیلانس او ربعوار راپور پربنسټ د دولتي شرکتونو د مالي او اقتصادي فعالیت ارزول.
د دولتي شرکتونو د مالي او اقتصادي چارو په هکله د حقیقي او حکمي اشخاصو د شکایتونو ارزول او مدیره پلاوي ته د ارزونې د راپور وړاندژ کول.
د دستورالعملونو او لارښودونو صادرول او د مالي خطرونو د راکمولو او د مالي سیستمونو، مالي کنترول او مالي راپور ورکونې د سیستمونو د ښه والي په غرض د ماليې وزارت د وړاندیز پربنسټ د دولتي شرکتونو لپاره د کاري موخو ټاکل،
د شرکت پروړاندې د مالی لوړو خطرونو په حالتونو کې د حل لارې د اجرا، او په ځانګړي ډول د دولتي شرکتونو پر وړاندې د مالي بحران د لوړو خطرونو په حالتونو کې د مالیې وزارت په واسطه د پیشبیني شوو حل لارو د اجراء په هکله له مالیې وزارت سره همکاري.
د دولتي شرکتونو په لګښت د دولتي شرکتونو د مالي پررسی (پلټنه) د دولتي شرکتونو د بررسانو یا د بررسۍ د خپلواک بنسټ په واسطه د مالیي صورت حسابونو، کتابونو او د هغو د سوابقو د مطالبه.
د دولتي شرکت د مالي صورت حسابونو ارزونه او د ضرورت په صورت کې له مدیره پلاوي سره په همکارۍ کې د هغو د تعدیل غوښتنه.
د شرکت له لاسته راوړنو او کلني بیلانس سره له اړوندو ربعوارو راپورونو سره سم د دولتي شرکت په واسطه په خپل وخت د مالیاتو له ورکړې څارنه.
د دولتي شرکتونو د سوداګریز پلان او کلنۍ بودجې تایید.
د غیر سوداګریزو موخو یا د عامه سکتور د هغو مکلفیتونو د تمویل لپاره د پالیسۍ برابرول چې د دولتي شرکتونو لپاره سپارل ګیږي.

(4) د راپور ورکونې په برخه کې د دولتي شرکتونو د څارنې پلاوی د لاندې دندو او واکونو لرونکی دی:

د دولتي شرکتونو د پرمختګ د کجې او د کړنې د ارزونې په هکله د ربعوار راپور برابرول او د واضحو او مشخصو اقداماتو له وړاندیز سره یو ځای اقتصادي عالي شورا ته د هغه وړاندې کول.
د وبسایت رامنځته کول او ساتنه په هغو سندونو ته چې د دې قانون د دوه دیرشمې مادې د (۵) فقرې له حکم سره سم، دولتي شرکت د هغه په خپرولو مکلف دی او نورو هغه معلوماتو چې د دولتي شرکتونو د څارنې دپلاوي د لزوم دید پربنسټ د شفافیت د تامین او شې حکومتولۍ په غرض خپرول یې لازم وي د عامه لاسرسي لپاره.

 

(5) د دولتي شرکتونو د څارنې په پلاوي پورې د اړوندو چارو مدیریت د دولتي شرکتونو د څارنې د پلاوي د اجرایي رییس پر غاړه دی او د لاندې دندو او واکونو لرونکی دی:

د دولتي شرکتونو د څارنې د پلاوي د ورځنیو چارو رهبري او مدیریت.
د دولتي شرکتونو د څارنې د پلاوي له منظورۍ وروسته د دولتي شرکتونو د عمومی ریاست د تشکیل او کارکوونکو د دندو د لایحې په هکله مالیې وزارت ته د وړاندیز وړاندې کول.
د دولتي شرکتونو د څارنې د پلاوي له منظورۍ وروسته د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو د عمومی ریاست د کارکوونکو د استخدام، عزل، د دندې د ځنډولو مکافاتو یا تادیبي مویداتو په هکله د مالیې وزارت ته د وړاندیز وړاندې کول.
د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو د عمومی ریاست د بستونو د نوماندانو د لیکلې ازموینې او مصاحبې په اخیستلو کې ګډون.

د دولتي شرکتونو د څارنې د پلاوي له لوري د نورو سپارل شوو دندو ترسره کول. 

Job Requirements:

د ګمارنې شرایط ( د تعلیم کچه او کاري تجربه) .

دغه د دندې لایحه د دولتي شرکتونو د قانون د پنځلسمې مادې سره سم د لاندې شرایطو او معیارونو ته په کتو چمتو شوی دی:

1. د دیرش (30) کلنۍ سن یې بشپړ کړی وي.

2. د واکمنې محکمې له لوري له مدني حقوقو څخه محروم شوی نه وي.

3. حد اقل تر لیسانس کچه پورې زده کړې (د لیسانس درجې څخه لوړو تحصیلی درجو درلودونکو ته ارجحیت ورکول کیږي)

4. د سوداګرۍ په برخه کې (12) کلنه تجربه او وړتیا لرونکی وي.

5. په هغو څانګو کې چې د دولتي شرکتونو د څارنې پلاوی له هغو څخه څارنه کوي، د ګټو تضاد ونلري

6. د اجرایي رییس بست ټول وخت دی، هغه شخص چې مخکې د دولت مامور وي د دولتی شرکتونو د څارنې د پلاوي د اجرایي رییس په توګه ټاکل کیدای نشي.

اړین مهارتونه:

لږ تر لږه د هیواد په یوې رسمې ژبې (دري او یا پښتو) او انګلیسی باندې د تسلط درلودل.
د دندې اړوند د کمپیوټري برنامو څخه د ګټې اخیستی د وړتیا درلودل.
د تصمیم نیولو، اړیکو او رهبرۍ په برخو کې د لازمو وړتیاو درولودل.

یادښت:

1- هغه محترم کاندیدان چې د دې بست پورې اړوند اړین اسناد وړاندې نه کړي د دې بست لپاره واجد نه شمیرل کیږي.

2- ښځینه کاندیدانو ته ارجحیت ورکول کیږي.

 

 

 

Submission Guideline:

   ویبسایټ ته مراجعه وکړې، د دې مخصوصې فورمې د ډکولو څخه وروسته، www.iarcsc.comد درخواستي فورمې د بشپړولو لپاره دې خپله د درخواستي فورمه ولیږئ.

Submission Email:

www.iarcsc.com

Leave a Reply