Home » د دولتي شرکتونو د څارنې د پلاوي غړی

د دولتي شرکتونو د څارنې د پلاوي غړی

Activation Date: 27 May, 2021   Announced Date: 27 May, 2021   Expire Date: 19 Jun, 2021

Job Location: Kabul
Nationality: International
Category: Government
Employment Type: Full Time
Salary:
Vacancy Number:
No. Of Jobs: 1
Organization: د مالیې وزارت
Years of Experience:
Contract Duration:
Gender: Male/Female
Education:
Close date: 19 Jun, 2021

About د مالیې وزارت:

د ملکي خدمتونو ټاکنو بورد د مالیې وزارت ( یو بست ) د وړ کارکوونکو ګمارنې په موخه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

په شرایطو برابر لیوال وګړي کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمیسون له ویبياڼې  څخه د (www.iarcsc.com ) لینک له لارې راولېږي.

د غوښتنې پر مهال  د یاد بست  د کوډ شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

د دولتي شرکتونو د څارنې د پلاوي غړی    MF002

 

Job Description:

د دندې موخه: د دولتي شرکتونو د څارني پلاوي پورې د اړوندو چارو مدیریت کول.

…………………………………………………………………………………………………………………………………

د دندې مسولیتونه او واکونه:

تخصصي دندې:

د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو عمومي ریاست د کارکونکو د بستونو د ګمارنې د لیکنې آزموینی او د مرکې اخستلو کې برخه اخیستل

د دولتي شرکتونو د مدیره پلاوی او د اړتیا په وخت کې د دولتي شرکتونو اجراییوی پلاوي ته مسلکی او تخنیکی مشورو ورکول

له پراختیایی فواعدو او ملي برنامو سره د هغه له همغږۍ څخه د ډاډ د ترلاسه کولو په موخه د دولتي شرکتونو پر فعالیت څارنه

د دولتي شرکتونو د استراتیژۍ او د فعالیت د ډول د بررسی مدیریت

د مکافاتو او مجازاتو د پالیسۍ وضع او د هغې له تطبیق څخه د څارنې لپاره د ښو او ګټه ورو نظریاتو وړاندې کول

د دولتي شرکتونو د مالي راپور ورکونې د پالیسۍ د تطبیق څخه څارنه

د شفافیت د تامین او د هغه د قانونیت په موخه د دولتي شرکتونو پر فعالیت د څارنې مدیریت کول.

 

مدیریتی دندې: 

د دولتي شرکتونو د څارنې د پلاوي له منظورۍ وروسته د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو د عمومي ریاست د کارکونکو د استخدام، عزل، د دندې د ځنډولو، مکافاتو یا تادیبی مویداتو په هکله مالیې وزارت ته د وړاندیز وړاندې کول

د دولتي شرکتونو د څارنې په پلاوي پورې د اړوندو چارو مدیریت .

 

د هماهنګۍ دندې: 

د دولتي شرکتونو د څارنې د پلاوي له منظورۍ وروسته د دولتي شرکتونو د عمومی ریاست د تشکیل او کارکونکو د دندو د لایحې په هکله مالیې وزارت ته د وړاندیز وړاندې کول

د دولتي شرکتونو د څارنې د پلاوي له لوري د نورو سپارل شوو دندو ترسره کول

Job Requirements:

د ګمارنې شرایط ( د تعلیم کچه او کاري تجربه) .

 

دغه لایحه د دولتي شرکتونو د قانون د پنځلسمې مادې سره سم د لاندې شرایطو او معیارونو ته په کتو چمتو شوی دی:

 

۱. د دیرش (۳۰) کلنۍ سن یې بشپړ کړی وي

۲. د واکمنې محکمې له لوري له مدني حقوقو څخه محروم شوی نه وي

۳. د سوداګرۍ په څانګه کې د لازمې تجربې او وړتیا لرونکی وي

۴. په هغو څانګو کې چې د دولتي شرکتونو د څارنې پلاوی له هغو څخه څارنه کوي، د ګټو تضاد ونلري

۵. د اجرایي رییس بست ټول وخت دی، هغه شخص چې مخکې د دولت مامور وي د دولتی شرکتونو د څارنې د پلاوي د اجرایي رییس په توګه ټاکل کیدای نشي.

 

د زده کړې څانګه: د ملی او بین المللی تحصیلی بنسټونو څخه لږترلږه د دندې اړوندو برخو کې د لیسانس ترکچې د زدکړې سند درلودل، خو د لیسانس درجې څخه لوړو تحصیلی درجو درلودونکو ته ارجحیت ورکول کیږي

 

کاري تجربه: د سوداګری په څانګه کې تجربه  او وړتیا لرونکی وي.

 

اړین مهارتونه:

لږ تر لږه د هیواد پع یوې رسمې ژبې (دري او یا پښتو) او انګلیسی باندې د تسلط درلودل

د دندې اړوند د کمپیوټري برنامو څخه د ګټې اخیستی د وړتیا درلودل

د تصمیم نیولو، اړیکو او رهبرۍ په برخو کې د لازمو وړتیاو درولودل

 

یادښت: هغه محترم کاندیدان چې د دې بست پورې اړین اسناد دول وړاندې نه کړي د دې بست لپاره واجد نه شمیرل کیږي

 

Submission Guideline:

ویبسایټ ته مراجعه وکړې، د دې مخصوصې فورمې د ډکولو څخه وروسته، www.iarcsc.comد درخواستي فورمې د بشپړولو لپاره دې خپله د درخواستي فورمه ولیږئ.

Submission Email:

www.iarcsc.com

Leave a Reply