Home » لنډمهاله سرویر

لنډمهاله سرویر

  • by

Activation Date: 22 May, 2021   Announced Date: 22 May, 2021   Expire Date: 01 Jun, 2021

Job Location: Parwan
Nationality: Afghan
Category: Admin-Clerical
Employment Type: Full Time
Salary: به اساس نورم اداره
Vacancy Number: 1
No. Of Jobs: 10
City: Parwan Province and his local districts
Organization: Ministry of borders and tribuls affairs
Years of Experience: لږ تر لږه د سروې، مالوماتو را ټولولو، څېړنې او یا
Contract Duration: به اساس نورم اداره
Gender: Male/Female
Education: بکلوریا، فوق بکلوریا او لسانس ته ځانګړی امتیاز ورکول کیږي
Close date: 01 Jun, 2021

About Ministry of borders and tribuls affairs:

 د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت

د افغانستان  سرحدونو او قبایلو چارو وزارت یو رهبری کوونکی وزارت دی چه د قبایلو او د سرحد میشتو خلګو د حمایت او دهغوی ضروررتونو د رابرسیره کولواود  حل په برخه که همکار دی 

برسیره پردی دغه وزارت د ملی یووالی د سرحدونو ساتنی او ټولنیز عدالت دهیواد په کچه  اود متوازن انکشاف فضا رامنځته کول . همدارنګه دغه  وزارت  هڅه کوی د افغانانود سوکالی  لپاره بیلا بیلی کړنی ترسره کړی د ملیت ،قومیت او د جنیسیت په  نظرکی نه نیولو سره هڅه کوی دخلګو او دولت ترمنځ واټن له منځه ولاړشی،یو موټیتوب اود باور فضا پیاوړی شی

دغه رازد خلګودغه  باور په پایله کی دی ځوریدلی او جنګ ځپلی هیواد ته د سولی او ثبات په راوستلوکی مرسته  کوی 

 

Job Description:

دندې موخه

د ولایت په ولسوالیو او کلیو کې سروې او مالومات را ټولول

د دندې صلاحیتونه او مسؤلیتونهد جوړو شویو پوښتلیکونو په اساس له اړونده  کلیوالي سیمو او د ولسوالې له اداري واحدونو څخه د کره مالوماتو راټولول

د کلیو له ملکانو، قومی مشرانو، دیني علماو او فعاله ځوانانو سره مرکي کول
سرویر باید جي پي ايس او او ډي کې سیستمونو د کارونې سره پوره بلد تیا ولري
د مالوماتو راټول باید د مرکې او مشاهدو په نظر کې نیولو سره ترسره شي
په کلیوالي سیمو کې د اړتیا اړوند د ګردي میزونو یا ( فوکس ګروپونو) جوړول
په راټول شوو مالوماتو کې له کتنو وروسته کومې نیمګړتیا موجودې وي د حل په موخه بیا ځلي  اړوند سیمو ته د سرویرانو تلل 
سرویر باید د ورکړل شوي پلان مطابق اړوند سیمو ته سفر وکړي او ټاکل شوي کړنلاره په پام کې ونیسي
د هرې کاري ورځې په پای کې د پروژې ولایتي مسؤل ته راپور ورکول
د راټولو شویو مالوماتو محرمیت ساتل او له نورو ادارو او چارواکو سره نه شریکول
سرویر باید د خپلې اړوند ولسوالې ټولو سیمو ته د سفر وړتیا ولري
د نورو هغو دندو سرته رسول چې د پروژي ولایتي مسؤل له لوري ورسپارل کیږي

Job Requirements:

زده کړو کچه

بکلوریا، فوق بکلوریا او لسانس ته ځانګړی امتیاز ورکول کیږي

کاري تجربه

لږ تر لږه د سروې، مالوماتو را ټولولو، څېړنې  او یا هم په اړوند برخه کې د یو کال کاري تجربې درلودل

د بست اړوند مهارتونه

پښتو او دري ژبو سره بلدتیا ولري
د اړوند ولسوالیو ټولو کلیو ته سفر وکړای شي
د راپور ورکړې په برخه کې پوره مهارت ولري

Submission Guideline:

د اسناد لیږلو لارښود 

پرشرایطو برابر نوماندان کولای شي خپله سي وي د پروان ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست  او یا هم دغه بريښنالیک ته د پای نیټې له را رسیدو څخه مخکې ولیږي، چې د بريښنالیک په عنوان او همدارنګه په خپله سي وي کې په ښکاره توګه د بست عنوان، ولایت او ولسوالۍ لیکل شوی وي. نه لیکلو په صورت نوماند له شارټ لیست څخه پاته کیږي 

یادښت

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت هیڅ ډول مذهبي، قومي، ژبني  او جنسي توپير پرته ستاسو را لیږل شوي غوښتنلیک را ټولوي او په پوره شفافیت سره پروسه پر مخ بیایي. هغه غوښتنپاڼې چې اعلان د پای له نیټې څخه وروسته را ولیږل شي د منلو وړنه دي

Submission Email:

[email protected]

Leave a Reply